په هرات کې د دوه چاودنو مخه ونیول شوه
د هرات پولیسو د دوه کړۍ ماینونو په کشفولو سره په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د دوه خونړیو پیښو مخه ونیوله.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه ماینونه تیر ماښام د پولیسو له لوري کشف او شنډ شوي دي.
د هرات د پولیسو د مطبوعاتو امر ،عبدالاحد ولیزاده وایي چې دغه ماینونه ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اړولو په موخه ځای پر ځای شوي وو.
د سړک د غاړې د ماینونو څخه کار اخیستنه د وسله والو مخالفینو د حربو څخه ده چې د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ترې ګټه پورته کیږي چې ډېره برخه پکې ملکي وګړي هدف کیږي.