د شهید مزاري د تلین پر مراسمو د برید واقعیت به ښکاره شي؟!
جمهور رییس غني د کب پر شپاړلسمه د استاد عبدالعلي مزاري د شهادت د تلین پر مراسمو د ترهګریز برید د هر اړخیزه څیړلو لپاره ځانګړی پلاوی وټاکه.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرې جمعې په ورځ( کب ۱۶) د کابل په لویدیځ کې د شهید مزاري د تلین مراسم د یوه ترهګریز برید هدف وګرځیدل.
د سیاسي رهبرانو له ډلې محمد محقق او کریم خلیلي دغه برید «شکمن» ګڼلی او د ګډ پلاوي څخه یې د پیښې د څیړلو غوښتنه کړي وه.
اوس جمهور رییس ددې برید د ژورې څیړنې په موخه یو هر اړخیز پلاوی ګمارلی دی.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جمهور رییس د حکم مطابق دغه پلاوی به د لوې څارانوالۍ د مرستیال عبدالفتاح عزیزي پر ریاست او د وسلوالو ځواکو د اعلی قومندانۍ د نظامي سرمفتش محمد حمید طهماسي،د کورنیو چارو د کمیسون رییس او د ولسي جرګې د ملې امنیت رییس فدا محمد الفت،د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري،د ملې امنیت ریاست عمومي استازي فرید جلالي، د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست سرپرست او عبدالعلي مزاري د شهادت د پنځه ویشتم تلین د مراسمو د ترسراوې د مراسمو رییس عزیز الله اتل په غړیتوب د یادې پیښې څیړنه ترسره کړي.
د حکم پر اساس، یاد پلاوی موظف دی تر څو دغه ترهګریزه پیښه په دقت او هر اړخیزه توګه وڅیړي او د دوه اوونیو په اوږدو کې خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
په همدغه حال کې باید ولیدل شي چې ددې څیړنو نتیجه د ولس په واک کې ورکول کیږي یا د نورو ورته پیښو په څیر د پردې تر شا پاتي کیږي.
د عبدالعلي مزاري د شهادت د تلین پر مراسمو باندې په برید کې ۳۲ ووژل شول او ۷۸ تنه نور ټپیان شول.
د داعش ترهګرې ډلې ددې برید مسوولیت پر غاړه واخیسته.