د یمن لویدیځې سیمې د سعودي ایتلاف د بمباریو لاندې
د سعودي ایتلاف جنګي الوتکو د الحدیده ولایت پر مختلفو سیمو د پراخه تیري په دوام کې د الصلیف بندر بمبار کړی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د یمن المسیره شبکې راپور ورکړی دی چې د سعودي ایتلاف جنګي الوتکو نن سهار وختي ( کب ۱۸) د «الصلیف» ښار بندر په نښه کړی دی.
د سعودي ایتلاف دا برید د سویډن د موافقې ښکاره نقض شمېرل کیږي.
لا تر اوسه ددې بریدونو له امله د اوښتي زیانونو او احتمالي تلفاتو راپور ورکړل شوی نه دی.
په تیرو ورځو کې د یمن الحدیده ولایت د سعودي ایتلاف د ماتي په لړ کې د دې ایتلاف د بریدونو شاهد دی.