د ملې شورا دویم کاري کال په رسمي ډول پیل شو
جمهور رییس غني د ملې شورا د کاري کال په پرانیستو سره،په رسمي ډول ددغه ادارې د اوولسمې دورې د دویم کال کار او فعالیت پيل کړ.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې شورا د اوولسمې دورې دویم کال نن سهار(کب ۱۷) د جمهور رییس غني له لوري پرانیستل شو.
په دغه مراسمو کې،جمهور رییس غني د ملې شورا غړیو ته په خطاب کې وویل چې د مذاکراتو له بهیر د پرمختګونو څخه باید خبر اوسئ او د سولې د هوکړه لیک وروستۍ مسوده به د تصویب په موخه ملې شورا او یا لویې جرګې ته وسپارل شي چې د ملې شورا استازي به هم پکې شتون لري.
د ملې شورا د اوولسمي دورې دویم کاري کال په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې په تیر کال کې یې کړنې د استازو غیر حاضري او د اجراییه او مقننه قوې سره یې د مناسبو اړیکو د نه شتون له امله پڅې او په سم ډول نه وي ترسره شوي.
که څه هم ټاکنې او استازو د مجلس په نوې دوره کې د استازو د بریالي کیدو ډول ددې دورې د پام وړ ټکو څخه دي.