کرونا په افغانستان کې؛ له څلورو هېوادونو راستنیدونکو لپاره ځانګړي تدابیر

د عامې روغتیا وزارت پر دې باندې په ټینګار سره چې له یوې مثبتې پیښې پرته په دې هېواد کې د کرونا د ویروس کومه مثبته پیښه ثبت شوي نه ده؛څرګنده کړه چې له څلورو هېوادونو راستنیدونکو لپاره ځانګړي ازمایښتي تدابیر نیول شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د نن ورځې( کب ۱۵) په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې هغه کسان چې  د چین،ایران، ایټالیا او جنوبي کوریا څخه افغانستان ته راځي په جدې ډول تر څارنې لاندې نیول کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ ،هغه کسان چې ددې څلورو هېوادونو څخه راستنیږي،باید د خپل ځان او کورنۍ د ساتنې په موخه څوارلس ورځې قرنطین شي او تر څار لاندې ونیول شي.

د عامې روغتیا د وزیر د مالوماتو له مخې،د کرونا د ویروس هر یو کس ټیست ۱۵۰۰ ډالر لګښت ته اړتیا لري او په همدې وجه یوازې هغه کسان چې په تیره یوه میاشت کې چین،ایران،ایټالیا او جنوبي کوریا ته سفر کړی دی او د خطر علایم لري ټیست کیږي.

فیروز څرګنده کړه چې هرڅومره چې مشکوکي پیښې زیاتي وي ،ښه ده؛څرنګه چې دغه کسان قرنطین کیږي او ټیسټونه یې د کابل د لابراتوار تر څنګ هالینډ ته هم لیږل کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اوس مهال په هرات کې د کرونا د ویروس یوه پیښه ثبت شوي او نورې پیښې منفي وي.

د عامې روغتیا وزیر د «کرونا»ویروس د کنټرولولو لپاره د کابل ښار په  افغان جاپان روغتون،بلخ ولایت،د کابل هوایي او ځمکني ډګرونو ،بلخ،کندهار،هرات او نیمروز روغتونونو کې د ځانګړي برخې د جوړولو خبر ورکوي.

په ورته وخت کې فیروز څرګنده کړه چې د افغانستان په دولتي روغتونونو کې د لمړي ځل لپاره د ګردې او مفصلونو عملیات پرانیستي؛د محمد علي جناح او شیخ زاید په روغتیایي مرکزونو کې د مفصلونو عوض کیدلو،په بلخ او هرات ولایتونو کې د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص مرکزونه؛د ۹۳۰ زره ژوندیو ولادتونو مدیریت؛ د  ۷ میلیونه پینځګونو واکسینونو تطبیق او په هېواذ کې د دوه زره لویو عملیاتونو ترسره کول په ۱۳۹۸ کال کې ددې وزارت مهم خدمتونه دي.

د مالوماتو له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د عامې روغتیا وزارت توانیدلی چې خپله ۹۷ سلنه پراختیایي بودیجه لګولي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *