ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال ژوندي نیول شوي
د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت په کوز کونړ کې له کونړ ولایت څخه را تښتیدلي پنځه داعشیان نیول شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ زرګرانو بازار سیمه کې پنځه هغه داعشیان ، چې د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ څخه را تښتیدلي وو،د سیمه ییزو پولیسو له لورې ژوندي نیول شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي نیول شو داعشیانو سره وسلې نه وې، چې اوس مهال د پولیسو له لورې تر پوښتنو لاندې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ولایت کې داعش ډله تر ځپلو وروسته تسلیم او خپلې وسلې یې امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.