غني د خلیلزاد سره لیدنه رد کړه

ځینې رسنیو راپور ورکړی دی چې جمهور رییس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه رد کړي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،«وال سټریټ ژورنال» د یوې دولتي سرچینې څخه په نقل ویلي دي چې جمهور رییس تیره ورځ د خلیلزاد سره د ملاقات غوښتنه رد کړي ده.

که څه هم دې رسنۍ زیات جزییات وړاندې کړي نه دي؛ مګر د بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرایط برابرول او د ټاکنو ستونزې د هغه مواردو څخه دي چې ویل کیږي ،ټاکل شوي وه خلیلزاد یې د جمهور رییس سره مطرح کړي.

د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کېدو کې یوه لویه ستونزه د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په اړه د جمهور رییس نارضایت دی،چې جمهور رییس غني ورسره په کراتو مخالفت کړی او په څرګند ډول یې ویلي دي چې د بندیانو خوشي کېدل د امریکا صلاحیت نه دی.

د جمهور رییس غني له لورې د خلیلزاد د لیدنې غوښتنه رد کول،ممکن د امریکا سره د نوموړي د اړیکو تر مینځ د رامنځته شوي لامل څخه پرده پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالات د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره د بندیانو تبادلې ته ژمن دي.

نوموړي ویلي دي چې امریکا د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کېدو ملاتړ کوي.

د سولې په اړه  تاریخې موقع باید له لاسه ورنکړل شي او دواړه لوري باید هڅه وکړي ترڅو هغه خنډونه چې د بین الافغاني مذاکراتو مخه نیسي، له مینځه یوسي.

له بله پلوه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم وایي چې «د پلان له مخې د هوکړه لیک ټولې برخې یو له بل پسې عملي کوي تر څو د جګړې د سختوالي مخه ونیول شي،مقابل لوری باید د هوکړه لیک د ټولو برخو د عملي کولو موانع له مینځه یوسي ترڅو همیشنۍ سولې ته زمینه مساعده شي او افغانان د خپلو اساسي حقوقو څخه برخمن شي.»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *