په بغداد کې د امریکا سفارت ته څیرمه توغندیز برید
د عراق خبرې سرچینې د بغداد ښار په شنه سیمه باندې د توغندیز برید خبر ورکوي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،نن سهار وختي( کب ۱۲)په عراق کې د امریکا سفارت ته نږدې پر شنې سیمې د دوه «کاتیوشا» ډوله توغندیو د لګیدو خبر ورکوي.
د الجزیرې خبرې شبکې په راپور کې راغلي دي د توغندیو د لګیدو وروسته د بغداد په شنه سیمه کې د خطر زنګ هم اوریدل شوی دی.
لا تر اوسه ددې پیښې د نورو جزییاتو راپور ورکړل شوی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي وړمه شپه د عراق په صلاح الدین ولایت کې د امریکایي ځواکونو یوه اډه هم د یوه راکټ په وسیله په نښه شوي ده.