قریشي: د افغانستان په سوله کې امریکا ته اړتیا نشته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغانستان د سولې د مسایلو د حل لپاره امریکا ته اړتیا نشته او کابل باید په مستقیم ډول د اسلام اباد سره خبرې وکړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،شاه محمود قریشي د رویټرز خبرې اژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې که چیرې پاکستان موجود نه وای هیڅکله به د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې هوکړه نه وای شوي.

نوموړي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د هوکړه لیک په اړه ویلي دي چې نور امریکا ته اړتیا نشته او افغانستان باید په مستقیم ډول د پاکستان سره خبرې وکړي.

قریشي وایي «امریکا د افغانستان څخه د شاتګ نیت لري؛ مګر مونږ(پاکستان) همیشه د افغانستان په ګاونډ کې پاتي کیږو».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په دواړو لوریو باندې باور وجود نه لري.

پاکستان هره کړنه د باور د رامنځته کیدو لپاره ترسره کړي ده.

نوموړي څرګنده کړه چې «د بیلګې په توګه که مونږ د افغانستان سره  ستونزه دلودای،له واشنګټن څخه مو نه غوښتل چې رول پکې ولوبوي».

قریشي د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک وړاندې هم ویلي وو چې د اسلام اباد د همکارۍ پرته د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ ممکن نه دی او په افغانستان کې د سولې د تامینولو په لار کې د پاکستان هلو ځو د قناعت وړ پایلې ورکړي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان مشرانو په ځلونو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په ځانګړې ډول د طالبانو د پټن ځایونو په اړه شکایت کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *