د سولې د فرصت څخه د افغانستان پر ګټې اخیستنې د ټرمپ ټینګار
د امریکا جمهور رییس د افغانستان حکومت ته توصیه کړي چې د رامنځته شوي فرصت څخه د سولې لپاره ګټه پورته کړي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د سپینې ماڼۍ په تازه اعلامیه کې راغلي دي چې دا فرصت په زیاته اندازه د جګړې د پاې ته رسیدو لپاره زمینه مساعدوي.
په دې خبرپاڼه کې د ډونالډ ټرمپ څخه په نقل راغلي دي چې«که چیرې طالبان او د افغانستان حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړي،مونږ د جګړې د پاې ته رسیدو لپاره د پیاوړتیا تګ لاره پر لاره اچوو او خپل سرتیري کور ته ستنوو.»
په اعلامیه کې، د هوکړه لیک لاسلیکول په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره مهم او نوی ګام ګڼل شوی دی.
د امریکا جمهور رییس وایي چې اوس مهال د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستل کیدو ژمنې په عملې کیدو کې پرمختګ شوی دی.
ټاکل شوي ده چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې پریکړه لیک نن په قطر کې لاسلیک شي او په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم کابل ته راغلي دي.