کرونا ویروس د عمرې حج متوقف کړ

سعودي عربستان اعلان وکړ چې،د کرونا ویروس د خپریدو له وجې دغه هېواد ته په موقت ډول د عمرې سفر او د نبوي مقبرې زیارت بند شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د عربستان د بهرنیو چارو وزارت په په یوه بیانیه کې یاده کړي چې ریاض د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوې په پار تدابیر نیولي چې دې هېواد ته د حج او عمرې او مسجد النبوي د زیارت لپاره د لنډ وخت لپاره په زیارتي سفرونو بندیز ددې مواردو له جملې څخه دي.

د دې بیانیې له مخې،هغه هېوادونو اتباعو ته چې کرونا ویروس پکې خپور شوی دی د سیاحت د ویزې ورکړه هم بنده شوي ده.

که څه هم تر اوسه په سعودي عربستان کې د کرونا ویروس د شتون په اړه کوم مشخص شمېر خپور شوی نه دی؛ مګر د سږ کال د دلوې پر اوولسمه نیټه ددغه هېواد رسنیو پر دې ویروس د دوه هندي اتباعو د اخته کیدو خبر ورکړ مګر دغه خبر له کوم ځنډ پرته د سعودي چاروکو لخوا دروغ وګڼل شو.

له دې څو ورځې وروسته هم د سعودي چارواکو د یوه چینایي محصل د وژنې خبر ورکړ چې پر کرونا ویروس د اخته کیدو د شکمن دلیل له وجې قرنطین شوی وو؛ مګر وروسته اعلان شوه چې ټیسټونه یې منفي وو.

د وروستیو شمېرو پر اساس ،تر اوسه په نړۍ کې لږ تر لږه ۸۰ تنه پر دې ویروس اخته شوی چې له دې تعداد څخه د ۳۰ زره کسانو درملنه شوي او شاوخوا دوه زره او ۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل