په افغانستان کې کرونا؛د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ځانګړي شول

جمهور رییس د مالیې وزارت ته لارښوونه کړي ده چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت په اختیار کې ورکړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پریکړه تیره شپه د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره په فوق العاده ناسته کې شوي ده.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملې امنیت مشاور حمدالله محب پر عامه پوهاوې باندې د ټینګار کولو ترڅنګ د کرونا ویروس د پیښو د کره شمېر مالومولو لپاره د یوه ځانګړي کاري ګروپ د جوړولو خبر ورکړی دی.

همدغه راز د عامې روغتیا وزیر ،فیروز الدین فیروز د کرونا ویروس د خطراتو په اړه مالومات ورکړي او ویلي یې دي چې په پینځو اساسي محورونو د پیښو پیژندنه او نظارت،د روغتیاي خدماتو مروج کول،همغږي او بسیا کول،د پیښو مدیریت او د سنجول یې او اړین چمتو والی باید  تر لاس لاندې ونیول شي.

له بله پلوه، جمهور رییس غني اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه چې د کرونا ویروس د مخنیوې لپاره باید د سیمې او د ملګرو ملتونو د سازمان په کچه همغږي ترسره شي.

همدغه راز جمهور رییس ماليې وزارت ته  هدایت وکړ تر څو د یاد ویروس د خپریدو د مخنیوې په پار،۱۵ میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي او همدارنګه ۱۰ میلیونه ډالر د ریزرفۍ په ډول یاد ولایت ته ځانګړي کړي.

نوموړي وویل چې کاري ګروپ موظف دی چې ددې ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په تفاهم او همغږۍ سره له دولت سره کار وکړي.

دا تدابیر په داسې حال کې تر لاس لاندې نیول کیږي چې په هرات کې د کرونا ویروس یوه مثبته پیښه ثبت شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *