امریکا د جمهور رییس غني څخه د لوړې د مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې

امریکا د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني څخه غواړي چې د خپل سیاسي سیال سره د ټاکنیزو اختلافاتو د رامنځته کیدو او د سولې خبرو د ستونزمنیدو د اندیښنو له کبله د لوړې مراسم وځنډوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د امریکا دوه باخبره سرچینو رويټرز ته ویلي چې واشنګټن د ټاکنیزو کړکیچونو او د امریکا پر رهبرۍ د سولې پر پروسې باندې ددې کړکیچونو په اغېز درلودو اندیښمن دی.

دې سرچینو ویلي دي چې،د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د تیرو دوه اوونیو راهیسې د ټاکنو د دوه ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول جمهور رییس غني سره د لیدنو کتنو په حال کې دی تر څو نوموړی د لوړې د مراسمو څخه راوګرځوي.

د رويټرز د راپور په یوه برخه کې راغلي دي چې واشنګټن لا تر اوسه د افغانستان د ټاکنو هیڅ یو سیال په «رسمیت»پیژندلی نه دی او دا تصمیم نه لري چې ټاکنیز کړکیچونه د سولې په پروسه کې د کړکیچ د کمولو پر سر چې راتلونکي اوونۍ به جدې کیږي «سیوری» وغوړوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې جمهور رییس غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې د مراسمو لپاره کمیسیونونه جوړ کړي چې ټاکل شوي ده د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ دغه مراسم ترسره شي.

په ورته وخت کې تمه کیږي چې د راتلونکي اوونۍ د شنبې په ورځ به د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تر مینځ د سولې هوکړه لاسلیک شي چې له مخې به یې د امریکايي ځواکونو وتلو او بین الافغاني مذاکراتو ته  لار هواره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *