د المان په لویدیځ«هانائو» ښار کې د ډزو د دوه پیښو په نتیجه کې اته تنه ووژل شول.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه دوه پیښې تیر مازیګر د هانائو ښار د «کسلتات»په سیمه کې په دوه «قهوه خانو »کې رامنځته شوي دي.
د المان پولیس د پیښې د تایید ترڅنګ وایي چې په دوه جلا پیښو کې اته تنه وژل شوي دي.
د المان بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په لمړي برید کې درې تنه او په دویم برید کې پینځه تنه وژل شوي او بریدګر شخص تښتیدلی دی.