طالبان: د ټاکنو د پایلو اعلان د سولې د پروسې سره په تضاد کې دی

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان او د جمهور رییس په توګه د محمد اشرف غني تر ټاکل کیدو وروسته،طالبانو دغه پروسه تقلبي بللي او د ټاکنو د پایلو اعلان یې په جدي ډول د سولې د پروسې پر خلاف ګڼلی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیر ماښام د ټاکنو نهایي پایلې اعلان کړي.

په همدې اساس، محمد اشرف غني  ۹۲۳۵۹۲ رایو او ۵۰.۶۴ سلنه  رايه ترلاسه کړي او ډاکټر عبدالله هم د ۷۲۰۸۴۱ رایو ۳۹.۵۲ سلنه رایو سره په دویم ځای کې قرار لري.

مګر د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان د جدې غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې «د افغانستان د اوسنۍ قضیې حساسو شرایطو ته په پام سره د روانې سولې پروسې د محتوا سره په تضاد کې قرار لري».

نوموړي ویلي دي چې لکه څرنګه چې اسلامې امارت د اشغال تر چتر لاندې د ټاکنو نمایشي  جعلي پروسه رد کړي وه،په هماغه ډول د ټاکنو په پایله کې دغه بې معنې نام نهاده ټاکنه هم ردوي او دغه ټاکنه د ملت په سترګو د خاورې اچونو ناکامه هڅه ګڼي.

مجاهد وایي چې د افغانستان ملت به د اشغال تر پاې ته رسیدو وروسته د کورنیو مساییلو په اړه پریکړه وکړي ،او خپل سیاسي برخلیک به وټاکي او هماغه مهال به د یو پیاوړي اسلامې نظام په حاکمیت سره خلکو رښتینو هيلو ته ورسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *