د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران «ممنوع الخروج » شول

د اجراییه رییس او ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په حکم د ټاکنیزو شکایتونو رهبري «ممنوع الخروج» شوي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې لوړپوړي غړي  فضل احمد معنوي پر خپل ټويټر لیکلي چې د ارګ له لورې د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبرۍ ته سیاسي پاسپورټ په واک کې ورکړل شوی دی.

نوموړی وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو د رهبرۍ غړي د ټاکنو د لمړنیو پایلو د اعلان وروسته په کراتو کراتو ،مختلفو سفارتونو ته مراجعه کړي؛مګر د ویزې پر اخیستلو بریالي شوي نه دي.

معنوي وایي چې دوې ته د ترکیې د تګ سیاسي پاسپورټ ورکړل شوی دی؛چې پرته له ویزې کولای شي دغه هېواد ته سفر وکړي.

سرچینې ویلي دي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبري باید دغه خیانت ته چې ترسره کړی دی،ځواب ویونکي واوسي.

د جمهوري ریاست د تلې د شپږمې ټاکنو نهایي پایلې د نږدې پینځه میاشتو وروسته تیر ماښام د کمیسیون له لورې اعلان شوي چې له مخې یې محمد اشرف غني ګټونکي اعلان شو.

Author

خروج از نسخه موبایل