د هرات د انجیل ولسوالۍ د ابتدایي محکمې رییس ووژل شو

ناپیژانده وسلوالو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ابتدایي محکمې رییس خپل کور ته څیرمه وژلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،قاضي عبدالرحمن عظیمي وړمه شپه د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته په شیدایي سیمه کې په ډزو سره هدف شو.

د هرات پولیس وایي چې ناپیژانده موټر سایکل سپرو وسلوالو خپل کور ته نږدې په قاضي عظیمي ډزې کړي ،نوموړی یې وژلی او تښتیدلي دي.

د سرچینې په خبره،په دې اړه څیړنې پیل شوي؛  مګر تر اوسه د نوموړي د وژنې لامل مالوم شوی نه دی.

 

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *