په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې تازه توغندیز برید

د عراق په پلازمینه بغداد ښار کې یو ځل بیا د امریکا سفارت د توغندیز برید هدف وګرځید.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار(سلواغې ۲۷) په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې د څو درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي او ددغه ښار له شنې سیمې څخه د خطر غږ اوریدل شوی دی.

د عراق الحره خبرې اژانس په خپل راپور کې راوړي دي چې د عراق  د  شنې سیمې پر اطرافو لږ تر لږه درې توغندي غورځیدلي دي.

د عراق ځیني دولتي سرچینو ویلي دي چې د امریکا د سفارت احاطه ددې توغندیز برید هدف ګرځیدلي ده او له برید وروسته امریکایي هلیکوپټرو پر دغو سیمو پروازونه کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل