د درملو کمښت او ښځینه ډاکټرانو نه شتون؛ د درزاب ناروغان څه شی وژني؟

دافغانستان د شمال جوزجان ولایت د درزاب نارامې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي،چې ددې ولسوالۍ د درملنې په مرکز کې ناروغان او ناروغ لرونکي د درملو د نه شتون له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او همدغه راز دا سلسله ددې ولسوالۍ د اوسیدونکو تر مینځ د ناروغیو د زیاتوالي لامل شوي ده.

خلک وایي ،د سږ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پر ورځ د طالبانو له لورې ددې ولسوالۍ د بشپړ سقوط وروسته د «صف» دفتر چې ددې ولسوالۍ د کلینکونو او روغتونونو درمل او د ډاکټرانو معاشونه ورکوي،خپل فعالیتونه درولي دي او له همدې کبله د درملو او ډاکټرانو نه شتون روغتیایي خدماتو ته د اړمنو خلکو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.

په دغه ولسوالۍ کې یو قومي مشر بازمحمد داور خاورمیانه خبرې اژانس ته وایي،یوازینی دولتی روغتون چې خلکو ورته د صحت په برخه کې سترګي غړولي د درملو د نه شتون له کبله تړل شوي او همدارنګه نور کلینکونه هم د ددغه روغتون په برخلیک اخته شوي دي.

ښاغلی داور زیاتوي، په روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت ددې لامل شوی چې خلک د زیاتو ستونزو سره مخ شي او حتی د نوموړي پر وینا ناروغان د لس ګونه کیلومترو واټن په طی کولو سره نورو ښارونو ته ځي.

په ورته وخت کې د درزاب یو بل تن قومي مشر، رحمت الله حشر دعوه کوي چې حکومت؛ د درزاب ولسوالي هیره کړي ده.

نوموړی زیاتوي،سره له دې چې په دې ولسوالۍ کې په وروستیو کلونو کې د طالبانو،داعش او حکومت تر مینځ په نښتو کې لوې زیانونه اوښتي دي ،له دې سره هم حکومت د امنیت د بهتروالي او طالبانو د له مینځه وړلو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

د ښاغلي حشر پر وینا،په وروستیو میاشتو کې د درزاب روغتون او کلینکونه  حتی د یوه عادي ناروغ د درملنې امکانات هم نه لري او ډیری یې درملو د نه شتون له کبله بند پاتي دي.

له بله پلوه د جوزجان د ولایتي شورا غړی ،حفیظ الله ندرت د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې ادعا کوي چې طالبان د عامې روغتیا ریاست له لورې دې ولسوالۍ ته د درملو د لیږد اجازه نه ورکوي او له همدې سببه د درزاب کلینکونه ناروغانو ته د خدماتو پر وړاندې کولو قادر نه دي.

نوموړي زیاته کړه:«د درزاب او قوش تپې له سقوط وروسته کلینکونه تړل شوي نه دي؛ مګر د فعالیت اجازه ورته ورکړل شوي نه ده او که چیرې فعالیت هم پیل کړي د طالبانو په خوښه به وي او هغه کارکوونکي هم چې هلته دي د طالبانو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.»

د ښاغلي ندرت پر وینا،د مریضانو تداوې نه کیدل د ناروغیو د زیاتیدو سبب شوي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا دا غړی دعوه کوي چې  طالبانو د «صف »دفتر(هغه اداره چې په کلینکونو کې د کارکوونکو د معاش او درملو ملاتړ کوي)د فعالیت مخه نیولي ده.

له بله پلوه دوې وایي په دې ولسوالۍ کې هیڅ یوه ښځینه ډاکټره کارکولو ته چمتو نه ده او له همدې کبله ښځو ته زیاتي روغتیایي ستونزې وراوښتي دي.

په ورته وخت کې د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولین سره له دې چې د خلکو او ولایتي شورا د غړیو څرګندونې نه ردوي؛ مګر وایي چې د ولسوالۍ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي خپلو دندو ته چمتو دي.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مرستیال،ډاکټر فرید عزیزي وایي چې د طالبانو له لورې د ولسوالۍ د سقوط کیدو وړاندې په دغه ولسوالۍ کې روغتیایي مرکزونه تړلي وو؛ مګر د طالبانو له لورې د درزاب ولسوالۍ د سقوط کیدو له جګړې وروسته د صحت عامې پرسونل خپلو دندو ته چمتو دی.

د نوموړي پر وینا،د امنیتي خطرونو له کبله هیڅ یوه ښځینه ډاکټره په دغه ولسوالۍ کې دندې اجرا کولو ته حاضره شوي نه ده.

ښاغلي عزیزي  د درملو د کمښت په اړه د خلکو د غوښتنو په ځواب کې وویل:«د امنیتي خطرونو له وجې چې یوه میاشت مو ستونزه درلوده او دغه ستونزه تقریباً حل شوي ده؛ اوس غواړو چې بیرته ورته درمل ورولیږو».

د درزاب ولسوالې د یوه روغتون او ۶ کلینکونو درلیدونکي ده چې له دې وړاندې پکې د ناروغانو درملنه کیدله.

د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولایت د درزاب نارامه ولسوالي له تیرو دوه کالو راهیسې څو وارې د حکومت،طالبانو او داعشې ترهګرې ډلې تر مینځ د نښتو شاهده ده.

بازار،دولتي ودانۍ،او عامه ځایونه سخت زیانمن شوي او په زرګونو اوسیدونکي بې ځایه شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل