جمهور رییس مونیخ ته ولاړ

د هېواد جمهور رییس په «مونیخ»۵۶  امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه دولتي لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ المان ته ولاړ.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار(سلواغې ۲۴مه) د مونیخ په مقصد کابل پریښود.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهور رییس غني به د مونیخ ۵۶م امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ګډونوالو هېوادونو د چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې او امنیتي موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د جمهور ریییس په ګډون دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د تیرو ورځو په لړ کې د طالبانو سره د سولې د موافقې سره په مشروط ډول موافقت کړی دی.

همدغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د استازو سره له خبرو اترو وروسته بروکسل ته تللی ترڅو ددې خبرو اترو جزییات د ناټو له چارواکو سره شریک کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *