په کندز کې د طالبانو له زندان څخه ۱۷ تنه بندیان ازاد شول

د افغانستان د ملې امنیت ریاست وایي د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې  د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۷ کسان خوشي شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د ملې امنیت ریاست د مطبوعاتي دفتر د نن ورځې (سلواغې ۲۱) د خبرپاڼې څخه یې نقل کړي دي،دا عملیات وړمه شپه د خان اباد ولسوالۍ په نواباد سیمه کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملې امنیت ځانګړیو ځواکونو په دې عملیاتو کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۵ نظامیان او دوه ملکیان ازاد کړي دي.

د ملې امنیت ریاست وایي چې دا زندان د وسله والو طالبانو د یوه قومندان قاري ولي اړوند وو او دغه کسان پکې د څو میاشتو راهیسې بندیان وو.

د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې د طالبانو درې قرارګاوې او زندان په بشپړ ډول تخریب او له مینځه وړل شوی دی.

دوه اوونۍ وړاندې د ملې اردو کومانډو ځواکونو هم په بادغیس ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۶۲ تنه نظامیان ازاد کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *