د بدخشان ولایت سیمه ایز او روغتیایي چارواکي وایي چې ددې ولایت په «یمګان» ولسوالۍ کې ۲۳ تنه ماشومان د یوې ناپیژندل شوي ناروغۍ له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بدخشان د ولایتي شورا غړیو ویلي دي چې دغه ماشومانو د څو ورځو په جریان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او لا تر اوسه یې ناروغي پیژندل شوي نه ده.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمد جاوید مجددي وایي چې دغه ناروغي «سینه بغل» ته ورته ناروغي ده؛ مګر تر اوسه یې اصلې ماهیت څرګند شوی نه دی.
د نوموړي پر وینا،ددې ناروغۍ په پایله کې د ۵ کالو کم عمره ۲۳ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مجددي څرګنده کړه چې دغه ناروغي په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې خپره شوي ده.
نوموړي زیاته کړه د یمګان ولسوالۍ په «نیش» کلې کې ۱۰ ماشومان او د «دشت» په سیمه کې ۱۳ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ورته وخت کې د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکټر نور خاورې وایي چې دغه ناروغي «سینه بغل» ته ورته ناروغي ده.
د نوموړي په خپلو خبرو کې له چین څخه دغه ولایت ته د کرونا وایروس خپریدل رد کړي او څرګنده کړي یې ده چې لا تر اوسه ددغه ناروغۍ ماهیت مشخص شوی نه دی.
د بدخشان سیمه ایزو چارواکو هم ویلي دي چې ددې ماشومانو د درملنې لپاره د اړتیا وړ درملو د لیږلو په حال کې دي.