داعش جنګیالي په کونړ کې د بریښنا دپایو د تخریب په هڅه کې
دفاع وزارت وایي چې د کونړ ولایت په «وټه پور »ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې د داعش ډلې درې کسان وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه عملیات وړمه شپه د «وټه پور»ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې د کونړ ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې دغه کسان د بریښنا د ستیشن د نړولو په هڅه کې وو چې د امنیتي ځواکونو له لورې ووژل شول.
د بریښنا ستیشن د وټه پور ولسوالۍ په مناګي سیمه کې موقعیت لري.
داعش د هېواد د شمال ختیځ ولایتونو له ډلې په کونړ ولایت کې فعالیت لري چې کله کله تخریبي کړنې ترسره کوي.