د امریکا په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله د ۵تنو مرګ ژوبله

د امریکا د «دالاس» ښار په یوه پوهنتون کې د ډزو په پایله کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د ډزو دغه پیښه وړمه شپه د «دالاس» د شمال د «A&M»پوهنتون په خوب خونه کې رامنځته شوي ده.

رویټرز خبرې اژانس خپاره کړي دي چې د برید ګر له لورې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي چې روغتون ته لیږدول شوي دي.

له دې پیښې وروسته ددې پوهنتون ټول ټولګي چې ۱۲۰۰ محصلین پکې په زده کړو بوخت وو تعطیل شوي او ددې پیښې د انګیزې مالومولو لپاره څیړنې د سرته رسیدو په حال کې دي.

دا پیښه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ډزو لمړنۍ پیښه شمېرل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د یکشنبې د ورځې په برید او ډزو کې چې د لاس انجلیس څخه  سن فرانسیسکو ته پر ۴۰ تنه مسافر لیږدونکي بس باندې ترسره شو هم ۶ کسان ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *