د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې د طالبانو د استازو سره له خبرو وروسته،پاکستان ته تللی او ددغه هېواد له مشرانو سره یې مشوره کړي ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د فوځ د عمومي مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې خلیلزاد د طالبانو سره د خبرو اترو د بهېر تازه مالومات د قریشي سره شریک کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر وینا،د امریکا او طالبانو ترمینځ د تړون لاسلیک بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواروي.
له بله پلوه، خلیلزاد د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي «نیکولاس کی»سره هم د خبرو اترو د پروسې په اړه خبرې کړي دي.
د ښاغلي کی د ټویټر په پیغام کې راغلي دي:«خلیلزاد د طالبانو سره د سولې د تړون د رسیدو لپاره د ناټو متحدینو ته مالومات ورکړل.متحدینو یو ځل بیا د ښاغلي خلیلزاد د هڅو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې یو وار بیا د امریکا او طالبانو تر مینځ خبرو اترو زور اخیستی او طالبانو هم اعلان کړی چې پر امریکایي ځواکونو او مواضعو یې بریدونه نه کوي.