انګلستان په رسمي ډول د اروپایي ټولنې څخه ووت

د انګلستان دولت اعلان وکړ چې د اروپایي ټولنې څخه وتلی دی او په اروپایي ټولنه کې یې شتون پای ته رسیدل رسمي شوی دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،انګلستان نن سهار(سلواغې ۱۲) اعلان وکړ چې د «برګزیټ» پر سر د درې نیم کاله سیاسي دعوې وروسته یې په اروپايي ټولنه کې په رسمي ډول خپل کار سرته رسیدلی دی.

د انګلیستان لمړي وزیر بوریس جانسون خپلو هېوادوالو ته وویل: «زمونږ اوسنی ماموریت په هېواد کې یووالی او د کامیابۍ پر لورې پرمختګ دی».

د نوموړي پر وینا،د انګلیستان د برګزیټ دعوه پاې ته رسیدلي نه ده بلکه ددې هېواد په تاریخ کې یوه نوې پاڼه ده. له دې تاریخې پیښې وروسته انګلستان کولای شي د اروپایي اتحادیي د ګډ بازار د یوه غړي  په توګه پاتي شي،مګر د قانون له مخې  د ۲۰۲۰ کال تر پاې پورې د «تیریدونکې دورې» هر ډول اوږدیدل منع دي.

د برګزیټ د اعلان هم مهاله، یې د انګلستان په مرکز کې د پارلمان مخې ته زرګونه تنه پلویان راټول شوي وو او ددې مهمې پیښې تر څنګ  یې جشن ونیوه.

Author

خروج از نسخه موبایل