په شمال کې د امنیتي سرچینو د مالوماتو پر اساس طالبان د کندز ښار په ناحیو کې ځای پر ځای شوي دي او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ددې ښار د اتمې ناحیې څو کلې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د ۲۱۷ پامیر قول اردو د مطبوعاتي دفتر د خبر پاڼې څخه یې نقل کړی دی،دغه عملیات تیره شپه د کندز ښار په مختلفو سیمو کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د لودین،خواجه غلتان،پل مومن او نواباد په کلیو کې شتون درلود چې دغه کلې پاک او تصفیه شوي دي.
۲۱۷ پامیر قول اردو وایي چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه پیاوړي پټن ځایونه تخریب شوي او یو زیات شمېر وسلې،مهمات او تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.