د هرات د پشتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر ووژل شو

ناڅرګنده وسلوالو د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر په ډزو وژلی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،مولوي عبدالرحیم احمدي نن سهار (دلوې ۶) د ناڅرګنده وسلوالو له لورې هغه مهال ووژل شو چې د خپل کور څخه د دندې پر لورې روان وو.

د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پیښه یوه ترهګریزه پیښه وه  او د عاملینو د پیژندلو څیړنې رواني دي.

لا تر اوسه کومې ډلې یا شخص ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل