چین ته د سفر په اړه د عامې روغتیا وزارت جدې خبرداری،که چیرې د زکام نښې لرئ روغتون ته مراجعه وکړئ
د «کرونا» مخ په زیاتیدونکي او وژونکي وایروس د نړۍ هېوادونه انديښمن کړي چې تر مینځه یې د افغانستان روغتیایي چارواکي هم سخت اندیښمن دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د «کرونا» وژونکی وایروس په چین کې لیدل شوی او ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی چې په دې وایروس د اخته شویو کسانو وروستۍ شمېرې تر زر تنو پورې رسیدلي دي.
د چین د اطلاع رسوني وزارت نن د (سلواغې ۵ مه) اعلان وکړ چې تر اوسه په دې هېواد کې په «کرونا» وایروس ۱۲۸۷ تنه اخته شوي او د ۴۱ کسانو ژوند یې اخیستی دی.
دا کار د افغانستان د دولت د اندیښنې سبب هم ګرځیدلی او د عامې روغتیا وزارت د هېوادوالو غوښتي دي چې چین ته دې غیر اړین سفرونه لغوه کړي.
دې وزارت اعلان کړی چې ډېر ژر به د هېواد په هوایي ډګرونو کې جدې تدابیر ونیول شي تر څو د مسافرینو وضعیت په بشپړ ډول وڅیړل شي.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت هېوادوالو ته خبرداری ورکړی چې «که چیرې د زکام په علایمو اخته یاست، انتاني روغتون ته مراجعه وکړئ».
دا په داسې حال کې ده چې کارپوهانو اعلان کړی چې د «کرونا» وایروس واکسین به تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې چمتو شي.
د امریکا او چین روغتیایي موسسې به په برخه کې یو له بل سره مرسته وکړې.