د ننګرهار چارواکي وایې ، د دې ولایت پولیسو ننګرهار کې د سلګونه لاسي بمونو او بېلابېلو درنو وسلو د مرمیو په کشف او لمنځه وړلو سره د خونړیو تروریستي پېښو مخنیوی ترسره شوی .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند صنعتي پارک ته څېرمه په یو کنډر کې د تروریستي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي ۲ سوه لاسي بمونه،نوي فیره د هاوان، درې سوه شل فیره د دهشکې،دوه سوه شپیته د را کټ او پنځوس د ډی سي توپ مرمۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو له لورې کشف او تر لاسه شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادو مهماتو په کشف او تر لاسه کېدو سره د تروریستانو له لورې د خونړیو تروریستي پېښو د ترسره کېدو مخنیوی وشو.