د ټرمپ د استیضاح د محکمې د لومړې رسمې جلسې پیل
د امریکا د جمهور رییس د استیضاح د محکمې بهېر نن ورځ په سنا مجلس کې پیل شوی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د دې سلسلې په لومړې ورځ دیموکرات استازي د اوکراین په اړه دولت د اسنادو وړاندې کولو ته اړ کولو کې پاتي راغلل.
د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو استازو د ډونالډ ټرمپ د استیضاح په اړه د محکمې په لومړۍ غونډه کې د قانون بشپړ تصویب په اړه چې د دیموکراتانو له لورې په حکومت باندې د اوکراین د جمهور رییس «ولودیمیر زلنسکي» سره د ټرمپ د خبرو اترو په اړه چې دولت ډېرو اسنادو وړاندې کولو ته اړ کړي مخنیوی وکړ.
په دې غونډه کې په سنا مجلس کې د اقلیت دیموکرات استازو رهبر«چاک شومر» درې طرحې رایو ته کیښودې.
په دې طرحو کې د ټرمپ د ټلیفوني خبرو په اړه د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنې وي چې سپینې ماڼۍ،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ددغه هېواد د مدیریت او بودیجې ادارې یې په سنا مجلس کې د استیضاح د څیړنو په جریان کې د وړاندې کولو څخه ډډه کړي وه.
د سنا مجلس استازو د رایي اچونې پر وخت ددې هرو دریو طرحو سره په بشپړه توګه حزبي تړون وساته او په ۵۳ مخالفو رایو سره یې د هغوې ۴۷ موافقې رایي رد کړي.
د امریکا په قوانینو کې د جمهور رییس لپاره د محاکمې شکل ټاکل مالوم شوي نه دي او ددې کړنې دنده د سنا د اکثریت پر غاړه ده.
د محکمې د قواعدو پر سر بحث وروسته له هغې څخه پیل شو چې د سنا مجلس د جمهوري غوښتونکو رهبر«میچ مک کانل» د محاکمې په پریکړه لیک کې بدلونونه راوستل.
د نوې طرحې له مخې،د محاکمې سلسله به په ۴ ورځو کې ترسره شي چې په دوه لمړیو ورځو کې به ،۱۲ ساعته د محاکمې د رییسانو ټیم او ۱۲ ساعته به د ټرمپ وکیلانو ته ځانګړي کیږي.
سناتورانو د ځان سره د موبایل درلودلو حق هم اخیستی او د شاهدانو شاهیدې به هم د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي.
ټرمپ د امریکا د استازو په مجلس کې چې اکثریت یې دیموکراتان دي،استیضاح شوی او اوس د دغه هېواد د تاریخ په دریم جمهور رییس بدل شوی چې په سنا مجلس کې د محاکمې له لارې د ګوښه کیدو صحنې سره مخامخ دی.