د غور د دولتي ادارو دروازې قلف شوي

د غور ولایت یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دغه ولایت لپاره د انکشافي بودیجې د نه تصویبولو په اعتراض کې ،د دولتي ادارو دروازې قلف کړي.

د غور ولایت د مدني ټولنې یو غړی نثاراحمد کوهین د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې وایي چې ددې ولایت ځوانانو وړمه شپه د ۵۰ دولتي ادارو دروازې قلف کړي دي.

د نوموړي پر وینا،د ځوانانو په دې اقدام کې د غور د ولایت مقام دروازه هم شامله وه.

کوهین څرګنده کړه چې دا کار یې د ۱۳۹۹ کال د بودیجې له وجې کړی چې اصلي انکشافي پروګرامونه پکې په پام کې نه دي نیول شوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،د غور اوسیدونکي د «کابل ـ غور ـ هرات» د مرکزي سړک د اسفالت غوښتنه کوي؛ مګر دغه پروژه په بودیجه کې هیڅ ډول سنجول شوي نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار (سلواغې۲) هم د غور ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکو د یوې پراخه مظاهرې په ترسره کولو سره د دولت د بودیجې د برابروالي غوښتنه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *