په قطر کې خبرې اترې، په سویس کې د مشرانو لیدنې

که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې د طالبانو د استازو سره د خبرو اترو په حال کې دی؛ مګر د امریکا جمهور رییس او د پاکستان لمړی وزیر په سویس کې د افغانستان د سولې خبرې اترې په اړه بحث کړي دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وړمه شپه ډونالډ ټرمپ او عمران خان په سویس کې د نړیوال اقتصاد د (داووس)د غونډې په څنډه کې یو له بل سره ملاقات وکړ.

په دې لیدنه کې، د پاکستان لمړي وزیر عمران خان د افغانستان د حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو اترو د پیل کیدو غوښتنه کړي ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې هېواد یې د امریکا سره یو ځای د افغانستان د سولې لپاره ګډ نظرات او لیدلوری لري او دې بهیر ته به دوام ورکوي.

عمران خان روښانه کړه چې د افغانستان موضوع امریکا او پاکستان اندیښمن کړي او په همدې وجه د افغانستان د حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو اترو د زمینې د مساعدولو غوښتونکي دي.

د امریکا او پاکستان مشران په داسې حال کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه بحث کوي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو استازي د خبرو اترو په حال کې دي.

په همدغه حال کې،طالبانو په کراتو، کراتو د افغانستان د حکومت سره مذاکرات رد کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *