په کونړ کې د پاکستان ساخت ماینونو کشفیدل

د ملې امنیت ریاست د ځانګړې قطعې ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان ساخت ۵۴ کړۍ پرسونل ضد ماینونه کشف کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د ملې امنیت ریاست د خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی،د آی ایس آی استخباراتي شبکې د سرکاڼو ولسوالۍ په «ګنجګل دره» کې د لشکر طیبه ترهګرې ډلې د محمود په نوم قومندان ته  دغه ۵۴ کړۍ پرسونل ضد ماینونه په اختیار کې ورکړي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا ماینونه د قومي متنفذینو،امنیتي ځواکونو او عام المنفعه پروژو کې د چاودنو پر موخه ځای پر ځای کیدل.

د ملې امنیت ریاست وایي چې د ترهګرو هدف ته له رسیدو وړاندې د ملې امنیت ځواکونو دا ماینونه کشف کړي او د خونړیو پیښو مخه یې نیولي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *