ننګرهار کې ۹طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولایت چارواکي وایې، د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپيان دي.
خبرپاڼه زیاتوي په مومندرې ولسوالۍ کې عملیات جریان لري او د عملیاتو له بشپړیدو وروسته به څلور پوستې په سیمه کې د امنیت تامین په موخه جوړې شي .
طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.