افغانستان د «سردار سلیماني» د کورش د نړیوالو سیالیو اتل

د افغانستان د کورش ملې لوبډلې په ایران کې د «سردار سلیماني» د کورش په نړیوالو سیالیو کې د ایران او ترکمنستان پر وړاندې سیالیو کې  د طلا دوه او برنزو د درې مډالونه ترلاسه کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د ورزشي برخې د راپور له مخې،د هېواد ملې لوبډله ددې سیالیو په پای کې چې په تهران کې ترسره شوي د ۴۳ امتیازونو پر ترلاسه کولو بریالۍ شوه.

په دې سیالیو کې محمد نادر صوفي زاده د ۱۰۰ کیلو ګرامه په وزن کې او محمد ګل پهلوان زاده په ازاد وزن کې د طلا مډالونه ترلاسه کړل.

نادر صوفي زاده د ۱۰۰ کیلوګرامه وزن په وروستۍ سیالۍ کې ایراني سیال ته په ماتي ورکولو بریالی شو او محمد ګل پهلوان زاده هم په ازاد وزن کې خپل ترکمنستانی سیال له مخې پورته کړ.

د هېواد نورو ملې لوبغاړو جاوید احمدي،نصیر احمد او صفي الله محمدي هم د ۹۰ ،۷۴ او ۸۲ کیلو ګرامو په وزنونو کې دریم ځای خپل کړی او د برونزو مډالونه یې خپل کړي دي.

په پای کې د افغانستان لوبډلې  د قاسم سلیماني په یاد نړیوالو سیالیو کې د ټولو لوبډلو تر مینځ د ۴۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د ایران،ترکمنستان او اذربایجان پر وړاندې اتلولي خپله کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *