د سالنګ لویه لار د دوه وروځو وروسته پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار چې دوه ورځې وړاندې  د واورې د اورښت او طوفان له امله په بشپړ ډول تړل شوي وه،بیرته د نقلیه وسایطو پر مخ پرانیستل شوه.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې د سالنګ لویه لار نن سهار(مرغومي ۲۴) د مسافر وړونکو،شخصي او باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوي او ټریلري موټرې د تګ راتګ اجازه نه لري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي«د شمالي سالنګ هوا لمریزه وه،نن سهار وختي په جنوبي سالنګ کې طوفان دریدلی او دم ګړي په جنوبي سالنګ کې هوا نیمه وریځ ده».

د سرچینې پر وینا، په شمالي سالنګ کې د واورې د پاکوونې عملیات له وړمې ورځې پیل شوي او په جنوبي سالنګ کې د باد د ودریدو سره په یوه وخت هم د واورې پاکونې عملیات پیل شوي او په دې لار د حرکت دوه لیکې نښلول شوي او لویه لار د مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوي ده او د ورځې په جریان کې به د ټریلري وسایطو پرته د وسایطو د ټولو ډولونو حرکت ته اجازه ورکړل شي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي چې پر واورې ازمایښتونو ته په پام سره چې د برف کوچونو د کنټرول د امریت له لورې ترسره شوي دي د هوا د یخوالي بدلون په نظر کې نیولو سره ،د برفکوچونو د غورځیدو د امکان تصور نه کیږي او کله چې هوا ګرمه شي د برف کوچ د راغورځیدو امکان وي.

د سالنګ لویه لار د کابل سره د هېواد د شمال د مهمو مواصلاتي لارو څخه ده چې هر کال د ژمې په موسم کې د ستونزو سره مخ کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *