په ایران کې د ۱۷۰ سپرلۍ لرونکي اوکراینې الوتکې سقوط

د اوکراین هوایي شرکت یوې الوتکې د ۱۷۰ سپرلیو سره یو ځای د امام خمیني( ره)نړیوال هوایي ډګر سره نږدې سقوط وکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې دې بوئینګ ۷۳۷ الوتکې نن سهار وختي ( مرغومې۱۸) له الوتنې وروسته سقوط کړی دی.

د «یو ای ای» اوکرایني شرکت دا الوتکه په یوه ساعت ځنډ سره د تهران څخه کیف په هدف روانه وه چې د هوایي ډګر څخه د الوتنې وروسته یې د پرند ښار په شاوخوا کې سقوط وکړ.

لا تر اوسه ددې الوتکې د ۱۷۰ سپرلیو د برخلیک په اړه جزئیات وړاندې شوي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *