روسیې سمندري نظامي تجهیزات چابهار ته انتقال کړل

روسیې اعلان کړی دی چې خپل فوځي او سمندري تجهیزات یې چابهار بندر ته انتقال کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د روسیې د سمندري ځواکونو مطبوعاتي دفتر اعلان کړی دی چې دغه پرمختللي سمندري فوځي تجهیزات وړمه شپه په چابهار بندر کې ځای پر ځای شوي دي.

«بالتیک» فوځي تجهیزات د پرمختللو سمندري تجهیزاتو څخه دي چې روسیې تیره اوونۍ د ایران او چین سره په مشترک ډول تر ازمایښت لاندې نیولي وو.

په بالتیک فوځي تجهیزاتو کې د «یاروسلاو مودري،»«ویکتور کونتسکي» او«یلنیا» کشتۍ شاملي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د هوایي ځواکونو له لوري په بغداد کې د قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته د امریکا او ایران ترمینځ تاوتریخوالی د زیاتیدو په حال کې دی چې د عراق پارلمان یې په تړاو تصویب کړه چې بهرني او امریکایي ځواکونه باید دغه هېواد پریږدي.

Author

خروج از نسخه موبایل