د افغانستان پر سولې د سلماني د وژل کیدو منفي اغیزې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکایي ځواکونو له لوري د قاسم سلیماني وژنه د افغانستان د سولې د خبرو اترو پر پروسې منفي اغیزې لري.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د قاسم سلیماني د وژنې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پیښه به فرقه اي تاوتریخوالی زیات کړي.

نوموړي چې تیر مازیګر یې د خپل هېواد پارلمان ته خبرې کولي ،ټینګار وکړ چې د بغداد پیښه کولای شي چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو پر پروسې هم منفي اغیزه ولرې.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ،زلمی خلیلزاد قطر ته تللی ترڅو د طالبانو له استازو سره خبرې اترې وکړې؛خبرې اترې چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د لنډ وخت لپاره درول شوي وي.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس د پخواني قومندان وژنې زیاتې زیاتې بدې اغیزې رامنځته کړي او ددې ترڅنګ د عراق پارلمان هم تصویب کړي ده چې بهرني او امریکایي ځواکونه دې دا هېواد پریږدي،روسیې خپلې سمندري فوځي بیړۍ د ایران چابهار بندر ته لیږدولي او امریکا هم کویټ ته تازه دمه ځواکونه لیږلي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل