په کابل کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې امر عبدالستار ووژل شو

د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د جمعیت اسلامې اړوند یو پخوانی جهادي قومندان د پینځو کسانو په ګډون وژل شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وړمه شپه د ملې امنیت ځواکونو د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې د خیرخانې په لمړۍ حیصه کې پر یوه کور عملیات ترسره کړي دي.

عیني شاهدانو او د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې په دې کور کې د جمعیت اسلامي اړوند یو جهادي قومندان امر عبدالستار غوربندي هم شتون درلود.

ځینو سرچینو هم رسنیو ته ویلي دي چې په دې عملیاتو کې د امر عبدالستار او د هغه د یوه زوي په ګډون پینځه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل امنیتي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

امر عبدالستار یو له پیاوړیو جهادي قومندانانو څخه وو چې په غوربند دره کې یې فعالیت درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *