په فاریاب کې د طالبانو د بریدونو د پلان کولو مسوول ونیول شو

د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د وسلوالو طالبانو یو مشهور قومندان ونیول شو.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې(مرغومې۱۵) د خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی،دا شخص هغه مهال نیول شوی چې په میمنې ښار کې د ترهګریزو بریدونو د پلان او طرحه کولو لپاره توظیف شوی وو.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې قاري نظام الدین په فاریاب ولایت کې د طالبانو د بریدونو طرحه کوونکی وو چې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په یوه کشفي اقدام کې نیول شوی دی.

د خبرپاڼې څخه په نقل،نیول شوي شخص په خپل جرم چې په فاریاب ولایت په ځانګړي ډول ددغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یې څو ترهګریز بریدونه ترسره کړي اعتراف کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *