افغانستان د بریتانوي اتباعو لپاره خطرناک دی

بریتانیا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له اړتیا وړ کړنو پرته افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه خبرداری د منځني ختیځ په ځانګړي ډول د ایران په ګاونډ کې په بغداد کې د امریکایي ځواکونو له لورې د قاسم سلیماني د وژنې وروسته  وضعیت  کړکیچن کیدو په اړه صادر شوی دی.

د بریتانیا د دولت د بهرنیو چارو او عمومي رفاه دفتر په اعلامیه کې راغلي دي چې ددې هېواد اوسیدونکي له بامیان،پنجشیر ولایتونو او همدارنګه د کابل نړیوال هوایي ډګر پرته نورو ولایتونو ته تګ راتګ نه شي کولای.

د بریتانیا دولت په دې اعلامیه کې خپلو ټولو هېوادوالو ته توصیه کړي چې د امنیتي ګواښونو له کبله باید په هوټلونو او میلمستونونو کې شپې تیرې نه کړي.

په همدغه حال کې بریتانیا خپلو اتباعو ته توصیه کړي ده چې شرایط باید په خپله ځان ته برابر کړي چې د امنیتي وضعیت د نازکه کیدو په صورت وکولای شي اففانستان پریږدې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی وو چې عراق ته له سفر کولو ځان وساتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *