په نیمروز کې د ماین په چاودنه کې پلار او لور ووژل شول
د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې یو پلار او لور خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دا پیښه تیر مازیګر د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوي ده.
د خاشرود ولسوال عبدالجلیل وطن دوست وایي چې په دې پیښه کې یو پلار او ځوانه لور یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي څرګنده کړه چې د سړک د غاړې دې ماین هغه مهال چاودنه کړې چې ددې کسانو موټرسایکل پرې وربرابر شو.