د شمالي کوریا مشر امریکا ته د خپل هېواد د «کریسمیس» له ډالۍ پرده پورته کړه

د شمالي کوریا مشر اعلان وکړ چې په نوې میلادي کال کې یوه لرې وړونکي نوې وسله نړۍ ته وړاندې کوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دا پیغام د امریکا او شمالي کوریا تر مینځ د اتومي وسلو څخه د کوریا د شبه  جزیرې د پاکولو په مذاکراتو کې د موقف د بدلون لپاره واشنګټن ته د پیونګ یانګ د ورکړل شوي ضرب الاجل پر وروستۍ ورځ صادر شوی دی.

د شمالي کوریا دولتي اژانس راپور ورکړی دی چې «کیم جونګ اون» دا خبرې تیره شپه  د حاکم ګوند«د کوریا کاریګر» سره په ناسته کې بیان کړي دي.

د شمالي کوریا مشر ټینګار کړی دی چې پیونګ یانګ به هیڅکله د اقتصادي ګټو لپاره د خپل امنیت څخه د امریکا د اقداماتو او اتومي ګواښونو سره د مقابلې لپاره صرف نظر ونه کړي.

د اپریل په میاشت کې «اون» امریکا ته ګواښ کړی وو چې یوازی د ۲۰۱۹ کال پورې موقع لري تر څو د خلع سلاح په مذاکراتو کې د یوې نوې لارې په نیولو سره د مذاکراتو میز ته راشي؛له دې پرته دې د خپلو مخکنیو عکس العملونو د پیغامونو اصرار ته په تمه اوسې.

همدارنګه شمالي کوریا د امریکا لپاره د «کریسمیس د ډالۍ» خبر ورکړی وو چې څیړونکو په مذاکراتو کې د پرمختګ نه ترسره کیدو ته په پام سره دا ډالۍ په یوې بلې توغندیزې ازموینې سره ارزیابي کړي وه.

Author

خروج از نسخه موبایل