کونړ کې د یوه کور د غورځیدو له امله ۱۲ تنو مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت چارواکي وایې، د کور د غورځیدو دغه پیښه تیر ماښام ناوخته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، تیر ماښام د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د یو کور د لوېدلو له امله پنځه کوچنیان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د مصمیم په خبره د پیښې ټپیان د درملنې لپاره د اسمار ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *