د کابل پولیسو د کابل ښار په اوولسمه امنیتي حوزه کې د وسله والو غلو یو سرګروپ «عمر بې نقطه» ونیوو.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،«رییس عمر بې نقطه» وړمه شپه د پولیسو په ځانګړیو عملیاتو کې نیول شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي چې د وسله والو غلو دې سر ګروپ له څه مودې راهیسې د کابل ښار په اوولسمې ،یوولسمې او څلورمې حوزې کې وسله والې غلاوې ترسره کولې.
د نوموړي پر وینا، دغه کس عمران چې په «رییس عمر بې نقطه» باندې مشهور دی ، په یادو ناحیو کې د کورونو،لار شکونې او وسایطو په غلاوو کې مهم رول درلود.
عمر بې نقطه په داسې حال کې نیول کیږي چې اوونۍ وړاندې د «مسعود بچه جنرال» په نوم ددې ډلې یو فعال غړی هم په اوولسمې امنیتي حوزې کې د یوې عرادې کرولا موټر د غلا کولو پر مهال نیول شوی وو.