په المان کې د افغان پناه غوښتونکو لیږدونکی کانتینر ونیول شو

یو یخچالي کانتینر چې د افغانستان پناه غوښتونکي یې لیږدول د المان پولیسو له لورې کشف او پناه غوښتونکي یې ونیول شول.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د المان پولیس وایي چې دغه کانتینر چې یوولس افغان پناه غوښتونکي یې لیږدول د ترکیې څخه د بروکسل پر لور د حرکت په حال کې وو.

د المان د پولیسو پر وینا،دغه افغان پناه غوښتونکي د ۱۴ څخه تر ۳۰ کالو پورې عمر لري چې د اتریش سره په ګډه پوله د تنفسي ستونزو په حال کې نیول شوي دي.

پولیس وایي چې په دغه کانتینر کې تازه میوه جات لیږدول کېدل  او له هغې وروسته چې پناه غوښتونکي د تنفسي ستونزې سره مخ شوي، د کانتینر دیوالونه یې په لغتو وهلي او موټر چلوونکی متوجه شوی، موضوع یې د پولیسو سره شریکه کړي ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،ددې ټریلر چلوونکی د پناه غوښتونکو له شتون څخه بې خبره وو او ازاد شوی دی.

په اروپایي هېوادونو کې د مهاجرت د سختو شرایطو له وجې نورو هېوادونو ته مختلفو لارو څخه په ځانګړي ډول د سوداګریزو او ترانزیټي کانتینرونو په وسیله د مهاجرینو د انتقال په ډېر کاریدونکي لار بدل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *