د افغانستان په جګړه کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو

یو امریکایي سرتیری په افغانستان کې په عملیاتو او نښته کې وژل شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،امریکایي ځواکونو یوازې د افغانستان په مربوطاتو کې ددغه سرتیري وژل کیدل تایید کړي دي.

د دې ځواکونو په خبرپاڼه کې،ددې سرتیري د هویت او د وژل کیدو د کره ځای په اړه مالومات ورکړل شوي نه دي.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ،ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر د یوه امریکایي سرتیري د هویت کارت په خپرولو سره لیکلي دي چې«وړمه شپه یې د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په سفربای سیمه کې پر امریکایي اشغالګرو او د هغوې پر غلامانو د ماین زوروره چاودنه کړي چې یادې سیمې ته د چاپې په نیت راغلي وو».

د نوموړي پر وینا، په دې پیښه کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او یو امریکایي سرتیری او یو د ملې اردو د کمانډو سرتیری ټپيان شوي دي.

لا تر اوسه امریکایي چارواکو او مسوولینو د طالبانو ددې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په همدغه حال کې د کندز د پولیسو ویاند ،انعام الدین رحماني خاور میانه ته وویل چې تیره شپه د چهاردرې په ولسوالۍ کې د ملې اردو د کومانډویانو او ملې امنیت د سرتیرو له لورې عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې د طالبانو یو ډیپو له مینځه وړل شوی دی.

نوموړي په دغه ولسوالۍ کې د چاودنې څخه بې خبرې وښوده.

Author

خروج از نسخه موبایل