د ټاکنو د ابتدایي پایلو د اعلان نیټه مالومه نه ده
که څه هم په وروستیو ورځو کې د تلې د شپږمې د ټاکنو د ابتدایي پایلو د اعلان زمزمې کیږي؛ مګر لا تر اوسه د کمیسیون له لورې دغه نيټه په رسمي ډول اعلان شوي نه ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه وړمه ورځ پای ته ورسیده او پایله یې هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په واک کې ورکړل شوي ده.
په همدې اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې نن ( لیندۍ ۳۰) به کمیسیون ته خپل راپور وړاندې کړي.
دې مسوولینو ویلي دي چې ددوې راپورونه د جمهورې ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه دي.
د نوموړي پر وینا،د ټاکنو د ابتدایي پایلو اعلان او د هغې لپاره د نیټې ټاکل د کمیسیون مربوط دي چې لا تر اوسه په رسمي ډول اعلان شوی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د مرغومې په لومړۍ نیټه(صبا) د ابتدایي پایلو د اعلان اټکل موجود دی چې د کمیسیون له لورې تایید یا رد شوي نه ده.